د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين شيخ مولوي هبتالله اخوندزاده حفظهالله د يوه فرمان له مخې، په يو وخت کې په دوه ځايه رسمي دندو باندې بنديز لګولی دی. عدلیې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دا فرمان د ۱۴۰۲ هجري شمسي کال د غبرګولې په لومړۍ نېټه په رسمي جريده کې خپور شوی او د هېوادوالو د پوهاوي په موخه يو ځل بيا خپرېږي.