ډېر لوستل شوي

د اسلامي امارت يو پلاوی ايران ته روان شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ټرانزيټي چارو د رييس محمدالله بختيار په مشرۍ يو پلاوی نن ايران ته سفر وکړ.

دې وزارت په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې ياد سفر د اسلامي امارت د وزيرانو شوراء مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تېر سفر په تعقيب شوی دی.

ایران ته د دغه سفر بنسټیزه موخه، په چابهار بندر کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دایمي استازولۍ رامنځ ته کول او په مخکنیو سفرونو کې د هوکړه شویو موضوعاتو د تخنیکي چارو تعقیب بلل شوی دی. ياده دې شي، چې افغانستان د جغرافیایي موقعیت له مخې د سیمې په سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو کې مهم رول لوبوي.

اړوند خبرونه