ډېر لوستل شوي

عمران خان په ۱۴ کاله او مېرمن يې په ۷ کاله بند محکوم شول

د پاکستان يوې محکمې د تحريک انصاف ګوند مشر او د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان په ۱۴ کاله او مېرمن يې بشرا بي بي په ۷ کاله بند محکوم کړي دي.

ويل‌کېږي، په دواړو د ۱۹۰ ميليونه پونډو د فساد قضيې تور لګېدلی دی.

دغه پرېکړه د ناسر جاوېد رانا په نامه د يوه قاضي له لوري په داسې حال کې ورته واورول شوه، چې د زندان ترڅنګ بايد يو ميليون پاکستاني روپۍ جريمه هم پرې کړي. د نوموړي حکومت د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د بې باورۍ له تحریک وروسته پای ته ورسېد، چې له هغې راهیسې د قانوني ستونزو او محاکمو سره مخ دی.

اړوند خبرونه