د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د ریاست الوزراء پخواني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوې ناستې په ترڅ کې د کډوالو او راستنېدونکو وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په دې ناسته کې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدلو سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي، د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، د کډوالو چارو وزارت مرستیالانو، رییسانو او ګڼو مسوولینو برخه اخیستې وه.
د چارو د ادارې لوي رییس په خپلو خبرو کې وویل چې د اسلامي امارت د مشرانو هیله او موخه ولس ته چوپړ دی. نوموړي زیاته کړه چې مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې او قربانۍ ورکړې دي او د نوموړي تجربه او وړتیا به د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت پر کړنو مثبت اغېز وکړي.
شیخ محمد خالد حنفي هم اطاعت د تقوا لوړه بېلګه او د اسلامي امارت اصل یاد کړ. نوموړي هم د اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د مولوي عبدالکبیر د بریالیو دندو ستاینه وکړه.
مولوي عبدالکبیر د شهید خلیل الرحمن حقاني روح ته دعا وکړه، او د کډوالو په برخه کې یې د نوموړي ښه مدیریت او هلې ځلې وستایلې.
مولوي عبدالکبیر د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د کډوالو چارو د وزیر په توګه د نوموړي په ټاکل کېدو خوښي څرګنده کړه او وې ویل هڅه کوي څو د نوې دندې له لارې اسلامي نظام او افغانانو ته د لاغوره خدمت جوګه شي.
نوموړي د وزارت کارکوونکو ته د تېر په څېر په کارونو کې د اخلاص سپارښتنې وکړې او یادونه یې وکړه، چې په ګډه به د یوه پیاوړي ټیم په توګه د وزارت چارې او مسوولیت په ښه توګه پر مخ یوسي.
یاده دې شي چې مولوي عبدالکبیر تر دې دمخه د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په توګه دنده ترسره کوله؛ خو د خلیل الرحمن حقاني تر شهادت وروسته د امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم د یاد وزارت د سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو.