فارس خبري اژانس ليکلي، چې په تهران کې نامالومو وسله والو ددې هېواد د سترې محکمې پر لوړپوړو غړو ډزي کړي چې په پایله کې یې دوه تنه مړه او یو بل ټپي شوی.
تسنیم خبري اژانس د عدلیې ماڼۍ د مالوماتو له مخې لیکلي چې یو تن بریدګر د سترې محکمې ودانۍ ته ننوتلی او د ملي امنیت، جاسوسۍ او ترهګرۍ پر وړاندې د جرمونو د مبارزې دوه تجربه لرونکي قاضیان یې وژلي.
تسنیم د وژل شویو قاضیانو نومونه رازیني او مقیسه ښودلي؛ خو ددې برید انګېزه یې نه ده په ډاګه کړې.
راپورونه وايي چې دا برید د تهران د قضائیه قوې د یو امنیتي سرتېري له خوا ترسره شوی دی.