د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو نهو میاشتو کې د څه باندې ۲۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۲ زره او ۲۰۰ کیلو ګرامه زعفران نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه زعفران هند، اسپانیا، اسټرالیا، سعودي عربستان، امریکا، فرانسه، ترکیه او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.
د بلجیم د ذایقې نړیوال انسټیټیوټ شاوخوا اووه میاشتې وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو چې، د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره د خوند برخه کې په نړیواله کچه لومړی مقام ترلاسه کړی دی.