د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون اړوند د آسیا پاسیفیک حوزې مشر الکساندر ماتیو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتلي دي.
دې ناسته کې ښاغلي متقي الیکساندر ته هرکلی ویلی او د هېواد لرو پرتو سیمو ته یې د روغتیایي چوپړونو پر پراخونې ټینګار کړی دی. نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه چې د سوري زړه د ناروغو ماشومانو درملنې ته دې ځانګړی پام وشي.
ښاغلي الکساندر ماتیو د خپلو خبرو په ترڅ کې افغانستان کې له شته وضعیته خوښي وښوده او له اسلامي امارت یې مننه کړې چې د چوپړونو په عادلانه وړاندې کولو کې ورسره همکاري کوي.
نوموړي دغه راز ژمنه وکړه چې خپل فعالیتونه به پراخوي؛ تر څو د بې وزلو او اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړي.
د ناستې په پای کې بیاځلې د بشري همکاریو پر زیاتوالي او د روغتیایي برخې پر ملاتړ بحث وشو.