ډېر لوستل شوي

روسيې او ايران د لويديځ له بنديزونو سره په ګډه مبارزه پيل کړه

روسيې او ايران د لويديځ له بنديزونو سره د مبارزې لپاره د همکاريو هوکړه لاسليک کړه.

دواړه هېوادونه به د يادې هوکړې له‌مخې، له سوداګرۍ نيولې تر پوځي همکاريو پورې او په ساينسي، تعليمي او کلتوري برخو کې هم خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.

د چارواکو په وینا، د دې موافقې د اعتبار موده شل کاله ده او ټاکل شوې راتلونکو کلونو ته هم وغځول شي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه ایراني سیال مسعود پزشکیان، چې په کرملین کې یې په ګډه دغه تړون لاسلیک کړ، دواړو دغه هوکړه د خپلو اړیکو د نوي فصل په توګه یاده کړه.

اړوند خبرونه