ډېر لوستل شوي

په نورستان کې به درې کلي له برېښنا برخمن شي

د اوبو او انرژۍ وزارت په نورستان کې د درېيو کليو له برېښنا څخه د برخمنېدو خبر ورکړی دی.

د دې وزارت د معالوماتو له مخې، په دې کې د مرکز پارون اړوند ماني، پشکي او مدينه کلي شامل دي.

ياد وزارت دغه راز ويلي، چې د يادې برېښنا د لېږد په موخه د ۲۶ ميليونه افغانيو په لګښت ۶۰ قلمه برېښنايي وسايل پېرل شوي او نو ۵۸ قلمه وسايل سيمې ته لېږدول شوي دي.

ياده دې شي، چې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د هېواد لرې پرتو سیمو ته د برېښنا رسولو پروژې پراخې کړي.

اړوند خبرونه