ډېر لوستل شوي

تهران: په لږ لګښت او کم وخت کې به افغاني توکي لېږدوو

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ایران د رېل پټلۍ څخه د ګټې اخیستنې ادارې مرستیال انجنیر مرتضی جعفري په مشرۍ د هغه هېواد له پلاوي سره کتلي دي.
دې کتنه کې د رېل پټلۍ له لارې د دواړو هېوادونو تر منځ د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په تړاو او همدارنګه اروپایي هېوادونو ته د رېل پټلۍ په وسیله د افغاني توکو د لېږد په اړه خبرې وشوې.
ایراني لوري ژمنه کړې چې د افغانستان صادراتي، وارداتي او ټرانزیټي توکي به په ټيټه بیه او په لږ وخت کې لېږدوي.
یاده دې شي چې نورالدین عزیزي د دواړو هېوادو له خوا سوداګرو ته د اسانتیاوو پر برابرولو او د رېل پټلۍ د همکاریو په موخه د پینځه کسیز پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی.

اړوند خبرونه