ډېر لوستل شوي

د لوړ عاید ګټونکی کاریال(ټیک‌ټاک) امریکا کې د لاسرسي وړ نه دی

امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې دې هېواد کې د چین پر مشهور او ډېر عاید ګټونکي کاریال یا ټیک‌ټاک د لاسرسي وړ نه دی.

د راپورونو په بنسټ، دې کاریال ته اوس هېڅ لاسرسی نشته او د ګوګل او اپل په ګډون هېڅ شرکت یاد کاریال نه شي پلورلی.

ګڼ امریکایان د پرلیکه کاریال د فعالونې پلورنځیو ته تللي، خو هغوی ترې بښنه غوښتې ده.

د راپورونو له مخې چې د ټیک‌ټاک ویبپاڼې خپلو امریکايي څاروونکو او د دغه پلیټفورم کاروونکو ته د دې ستونزې د حل ډاډ ورکړی دی.

د ویلو ده چې په امریکا کې پر ټیک‌ټاک د بندیز قانون له تصویب‌کېدو سره، د دې ټولنیزې شبکې ۱۷۰ ملیونه کاروونکي نور دغه پلیټفورم ته لاسرسی نه لري. داسې ویل کېده چې د اېکس اوسني څښتن اېلن ماسک غوښتل، ټیک‌ټاک وپېري، خو د ټیک‌ټاک مالک ورسره نه ده منلې.

اړوند خبرونه