د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د سوریې د نوي حکومت له مشر سره د لېدنې پر مهال ویلي چې سوریې ته به ۲۰۰ ميګاواټه برېښنا ورکړي.
ال ثاني له ابو احمد جولاني سره د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال ویلي چې یاده اندازه برېښنا به د وخت په تېرېدو لا زیاته کړي.
ثاني ویلي چې له دمشق سره یې د دوستۍ نوی څپرکی پرانیستی دی. دا په داسې حال کې ده چې قطر د اسد رژیم له نسکورېدو او تر شاوخوا ۱۳ کلن ځنډ وروسته دې هېواد کې خپل سفارت پرانیست.

