ډېر لوستل شوي

له اوربند سره سم؛ د اسراییلو د ملي امنیت وزیر مستعفي شو

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې له حماس سره د اوربند د هوکړې له پلي کیدو سره سم د ددغه رژیم د ملي امنیت وزیر ایتمار بن غافیر او نورو مسوولینو خپلې استعفاوې اعلان کړې.
د غافیر یهودي ځواک ګوند په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې نور به د ایتلافي حکومت غړی نه وي.
نړیوالو رسنیو ویلي و چې د صهیونېست رژیم کابینه د اوربند په تړاو یو موټې نه ده.
یاده دې شي چې د نتانیاهو په مشرۍ د صهیونېست رژیم ډېری وزیران نوموړي سره له ډېره وخته په اختلافاتو اخته دي.

اړوند خبرونه