د امريکا د متحدو ايالتونو غوره شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په واشنګټن کې د خپلې ولسمشرۍ په مراسمو کې ګډون وکړي.
ټرمپ تېر ماښام (شنبه، مرغومې ۲۹مه) د واشنګټن دالېس نړيوال هوايي ډاګر ته رسېدلی دی.
نوموړی به د خپلې لوړې مراسمو نه یوه ورځ مخکې نن (یکشنبه، د جنورۍ ۱۹مه) د واشنګټن په مرکز “کپیتال وان ارینا” کې د خپلو ملاتړکوونکو سره غونډه وکړي.
ټاکل شوې، د امريکا د متحدو ايالتونو د غوره شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم سبا (يکشنبه، جنوري ۲۰مه) ترسره شي.

