امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د لوړې له مراسمو وروسته پیکېنګ ته سفر وکړي.
وال سټریټ ژورنال لیکلي چې ټرمپ چین ته د سفر په اړه له خپلو سلاکارانو سره خبرې کړې دي.
په راپور کې ویل شوي چې ډونالډ ټرمپ به چین ته د امریکا د ولسمشر په توګه سفر کوي او له چین سره به د امریکا د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.
ټرمپ چین ته په داسې حال کې د سفر هوډ کړی چې نوموړي ددغه هېواد پر واردېدونکو توکو د تعارفې د لوړولو خبرداری ورکړی و. تمه ده، ډونالډ ټرمپ سبا(دوشنبه، جنوري شلمه) د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

