ډېر لوستل شوي

۴ زره ټېلره بشرې مرستې غزې ته رسېدو دي

ملګري ملتونه وايي، غزې ته د بشري مرستو بار ۴ زره ټېلره د ننوتو په حال کې دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره چې د فلسطنیي بېځایه شویو اړوند فعالیتونه لري ویلي، په دې مرستو کې اوړه، خواړه او نورې بېړنۍ بشري مرستې شاملي دي.

ورته مهال یادې ادارې ویلي، چې د غزې د اوربند تړون وروسته غزه کې د بشري مرستو پر کاروانونو د اسراییلو بریدونه هم کم شوي دي.

د غزې اوربند د تېرې چهارشنبې په ورځ په دوحه کې د امریکا، قطر او مصر په منځګړیتوب وشو چې تمه ده نن(یکشنبه، مرغومي ۳۰مه) عملي شي.  د هوکړې په لومړي پړاو کې دواړه لوري یرغمل شوي کسان ازادوي.

اړوند خبرونه