د ټولګټو وزارت وايي، چې د سالنګونو لويه لار نن سهار ۸ بجې د مسافر وړونکو کوچنيو موټرو پر مخ پرانېستل شوه.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حقشناس ويلي، چې دغه لار د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست پرسونل په نه ستړې کېدونکو هڅو د کوچنيو وسايطو پرمخ پرانېستل شوه.
نوموړي دغه راز زياته کړې، “که چېرې د ورځې په لړ کې د واورې ورښت او طوفان پيل شي؛ نو د هېوادوالو د سر او مال د خونديتوب په موخه به ياده لويه لار د ترافيکو پرمخ په لنډمهالي توګه وتړل شي. “
د ټولګټو وزارت ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې ولايتي رياستونه بشپړ چمتووالی لري؛ تر څو د واورې ورېدو پرمهال د هېواد ټولې لويې لارې د ترافيکو پرمخ پرانېستې وساتي.