د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې د افغانستان او چین د ډیپلوماټیکو اړیکو د اویایمې کلیزي په مناسبت غونډه ترسره شوې.
د بهرنیو چارو مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل نن(دوشنبه، سلواغې لومړۍ) په خپل اېکس ددې ګډې مناسبتي غونډې خبر ورکړی دی.
په دغه غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي، د چین ولسي جمهوریت سفېر ژاو شېنګ، ډیپلوماتانو، د بهرنیو چارو وزارت رییسانو، د پوهنتون استادانو، محصلینو، افغان او چیني سوداگرو ګډون کړی وو.
غونډه کي د افغانستان او چین ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو پر لوړاوي، اهمیت او پر تېرو اړیکو خبرې وشوې. همدارنګه په اوږد مهاله توکه د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر زیاتوالي او د اړیکو پر لا پیاوړتیا خبرې وشوې. د یادونې وړ ده چې چین د اسلامي امارت په بیا واکمنۍ کې له افغانستان سره غوره اقتصادي او ډیپلوماټيکې اړیکې لري او لومړی هېواد دی چې د افغان سفیر باورلیک یې ومانه