ډېر لوستل شوي

غزې ته د بشري مرستو ۶۳۰ ټرکونه ورسېدل

په غزې کې له اوربند سره سم، نړيوالو بنسټونو ۶۳۰ ټرکونه بشري مرستې کړې دي.
د راپورونو له مخې، په دې مرستو کې خوراکي توکي، درمل، جامې او نورې لومړنۍ اړتياوې شاملې دي.
نړيوال بنسټونه دغه مرستې وروسته له هغې کوي، چې تېره ورځ د صهيونېست رژيم او د حماس جهادي غورځنګ ترمنځ د غزې د اوربند هوکړه لاس‌ليک کړه.
ياده مرسته به د هغو کورنیو لپاره حیاتي اهمیت ولري، چې په تېرو څوارلس مياشتو کې يې د جګړې له امله خپل کورونه، شتمنۍ او د ژوند بنسټيزې اړوتياوې له لاسه ورکړې دي.

اړوند خبرونه