د هلمند د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په اسانچارۍ او د خوړو نړیوال پروګرام په مالي مرسته ددې ولایت په سنګین او بهرامچې ولسوالیو کې شاوخوا یو نیم زر کورنیو ته خوراکي توکې وېشل شوي دي.
د هلمند د مقام رسنیز دفتر ویلي چې سنګین کې ۱۷۸۰ او بهرامچې کې ۴۹۵ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
په یادو مرستو کي هرې کورنۍ ته ٥٠ کیلو اوړه، ٥.٤ کیلو غوړي، ٢٥.٦ کیلو دال، مالګه، ٣ کیلو روغتیایي خوراکي توکي او ١.٥ کیلو د ماشومانو د خوارځواکۍ خواړه ورکړل شوي.