ډېر لوستل شوي

په تېره يوه مياشت کې له ۱۶ زره کورنيو سره مرسته شوې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د تېرې يوې مياشتې په لړ کې د هېواد په ۲۴ ولايتونو کې څه باندې ۱۶ زره کورنيو سره مرسته کړې ده.
د ياد وزارت د دويمو واحدونو د معلوماتو له مخې، دغه مرستې په فارياب، غزني، سرپل، ميدان وردګ، ننګرهار، پکتيکا، لغمان، کندز، جوزجان، بادغيس، فراه، سمنګان، بغلان، ديکندي، بلخ، کابل، غور، کندهار، خوست، زابل، لوګر او هلمند ولايتونو کې شوې دي.
د مسوولينو په وينا، دغه مرستې د همکارو بنسټونو په همکارۍ له ۱۶ زره او ۶۸۱ کورنيو سره شوې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په وېشل شويو مرستو کې خوراکي، نغدې پيسې، روغتیایي، پخلنځي، کاري وسایل او د ژمنۍ جامو کڅوړې، سولرونه، د سون توکي، بخارۍ، خیمې، ترپالونه او کمپلې شاملې وې، چې د مرستندویو بنسټونو د استازو په شتون کې وېشل شوې دي.

اړوند خبرونه