د پکتيکا امنيه قوماندانۍ امنيتي ځواکونو د يوه هېوادوال هغه موټر را اېستلی، چې تېره ورځ د مرکز ښرنې اړوند کوټوالو کلي کې یوه خوړ ته لوېدلی و.
د يادې قومانداني مسوولين وايي، چې دغه موټر د واورې د ورښت په مهال د چلوونکي له کنټروله وتلی او اته متره ژور خوړ ته لوېدلی و.
ويل کېږي، چې په دې پېښه کې يو کس ټپي شوی او موټر زيانمن شوی دی.