ډېر لوستل شوي

د کتاب ارزونې کمېسیون غونډه؛ د چاپ او ناچاپو کتابونو اړوند پرېکړې وشوې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتې غونډه کړې ده.
دې غونډه کې د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي د تېرې غونډې د لاسته راوړنو او پرېکړو په اړه هر اړخېزې خبرې وکړې.
همداراز په دغه غونډه کې د یو شمېر چاپو او هغو کتابونو په تړاو پرېکړې وشوې چې د چاپ په درشل کې دي.
همدا راز په یاده غونډه کې ساحوي کمیټې ته دنده وسپارل شوه، ترڅو خپلې چارې بیا پیل او د کابل او نورو ولایتونو په کچه له کتابتونونو لیدنه او څار ترسره کړي.

اړوند خبرونه