د متحده عربي اماراتو ولسمشر په ابوظبي کې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو، د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د افغانستان د بیارغونې او ثبات د ملاتړ د څرنګوالي په تړاو بحث کړی.
دې کتنه کې د دواړو لوریو د نږدې همکارۍ او ګډو ناستو ژمنه هم شوې ده.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر په داسې حال کې د عرب اماراتو له لوړپوړي لوري سره ګوري چې تر دې دمخه هم خلیفه سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی رییس د متحده عربي اماراتو د دولت له رییس سره کتلي وو.