ډېر لوستل شوي

له اوږدو خبرو اترو وروسته افغان او امریکایي بندیان ازاد شول

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په خپل اېکس د افغان او امریکایي بندیانو د لومړۍ تبادلې خبر ورکړی دی.

وزارت لیکلي چې له امریکایي لوري سره تر ګټورو او اوږدو خبرو اترو وروسته امریکا کې یو افغان مجاهد بندي چې خان محمد نومېده، ازاد شوی او هېواد ته راستون شوی دی.

ویل کیږي چې خان محمد دوې لسیزې وړاندې په ننګرهار کې نیول شوی و او د عمري بند سزا وراورول شوې وه.

بهرنیو چارو وزارت وړاندې دا تبادله د قطر په اغېزمنتوب او منځګړیتوب ګڼي. افغان لوري بیاځلې د امریکا هغه ګامونه مثب ګڼلي چې په پایله کې یې د دواړو هېوادونو اړیکې عادي کېدلی شي.

اړوند خبرونه