د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبير د اروپايي ټولنې له شارژدافيرې ويرونيکا بوسکوويچ پوهار او مل پلاوي سره کتلي دي.
دې وزارت د اروپايي ټولنې د شارژدافيرې له قوله ويلي، چې له افغانستان سره يې د تعليم، خوراکي توکو، پاکو اوبو او روغتيايي خدمتونو په برخو کې ۴۷ ميليونه يورو مرسته اعلان کړې ده.
بوسکوويچ پوهار دغه راز ټينګار کړی، چې اسلامي امارت دې د مرستو په عادلانه وېش کې له يادې ټولنې سره مرسته وکړي.
د ياد وزارت په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د اروپايي ټولنې همکارو بنسټونو د افغان کډوالو لپاره روغتيايي سکټور، تعليم، په کاري زمېنې برابرولو، خوراکي توکو او نورو برخو کې ۱۱۳ ميليونه يورو مرسته هم ځانګړې کړې ده.
په ياده ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست ويلي، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند او په زور اېستلو بهير دې په بېړني توګه پای ته ورسېږي. ښاغلي عبدالکبير له اروپايي ټولنې غوښتي، چې په ژمي کې دې د افغان کډوالو لپاره د خوراکي توکو او نورو بشري مرستو ته لومړیتوب ورکړي.