ډېر لوستل شوي

ترکيې له اسلامي امارت سره د اړيکو په پراختيا ټينګار کړی

د بهرنيو چارو سرپرست مولوي اميرخان متقي په کابل کې د ترکيې له سفير جنګ اونال سره کتلي دي.

د ياد وزارت وياند حافظ ضياء احمد تکل د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دې ناسته کې د افغانستان او ترکيې د دوو اړخيزو اړيکو پر پراختيا، د ډيپلوماټيکو اړيکو د کچې په لوړلو خبرې شوې دي.

په دې ناسته کې د ترکيې سفير ويلي، هېواد يې هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو کچه لوړه او په سياسي، اقتصادي برخو کې ښه پرمختګونه ولري. ياده دې شي، په ترسره شوې ناسته کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د ترکيې هېواد له تل پاتې همکاريو مننه کړې ده.

اړوند خبرونه