د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراييوي رييس ډاکټر عبدالباري عمر د چک جمهوريت د برېښنا وسايلو توليد او عصري سيسټمونو جوړولو کمپنۍ مسوول ډيويډ ويټيک سره د برېښنا توليد برخو کې د پانګونې ګډ هوکړهليک لاسليک کړ.
د افغانستان برېښنا شرکت ويلي، چې ياده کمپنۍ به په افغانستان کې د برېښنا توليد سربېره تخنيکي برخو کې هم پانګونه کوي. ياده دې شي، چې د چک جمهوریت یادې کمپنۍ د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ او اړوند څانګو سره له دې وړاندې هم لومړنۍ ناستې کړې وې او ټولو برخو کې ورته هر اړخیز معلومات ورکړل شوي وو.