د ایران اسلامي جمهوریت سفیر علیرضا بېکدلي د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره ناسته کړې ده.
دې ناسته کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو، د لوړ پوړو پلاوو پر تګ او راتګ، اقتصادي همکاریو او پر یو لړ سیمهییزو مسایلو خبرې وکړې.
د کتنې په پیل کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه دې د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا کې د عملي برمختګونو لاره هواره کړي.
مولوي متقي زیاته کړه چې یوازې د چابهار بندر فعالیت او د ظرفیت لوړېدا د دواړو هېوادونو او د ټولې سیمې لپاره د ګډو ګټو ښه بېلګه جوړولای شي.
په کابل کې د ایران سفیر په تهران کې له اړوندو ارګانونو سره د افغانستان په تړاو د خپلو کاري ناستو په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي برخه کې شوې هوکړې به عملي شي.
کابل کې د ایران سفیر هم ښوولې چې هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کي پرمختګ او عملي کار ته ژمنتیا لري.