د ترکيې د کورنيو چارو وزير علي يرليکايا ويلي، د ګرنډکارټال په هوټل کې د اورلګېدو په پېښه کې ۷۶ کسان مړه شوي، چې تر اوسه يې ۵۲ جسدونه پېژندل شوي دي.
د نوموړي په وينا، چې په دې هوټل کې ۲۳۸ تنه مسافر وو.
د دې هېواد د روغتيا وزير ويلي، چې د ۵۱ ټپیانو له ډلې د يوه کس وضعيت نازک دی او ۱۷ تنه نور يې له درمنلې وروسته رخصت شوي دي.
دا اورپېښه چې تېره ورځ رامنځته شوې وه، لامل يې تر اوسه هم نه دی په ډاګه شوی.