ډېر لوستل شوي

د مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د امنيتي او تصفيوي کمېسيون ناسته وشوه

د ملي دفاع وزارت سرپرست او د اسلامي امارت د امنيتي او تصفيوي کمېسيون مشر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د ناستې په ترڅ کې کلنی راپور وړاندې شو.

ياد کمېسيون په دې راپو کې هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت زعيم امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مدبرانه قیادت او د خپل رعیت امنیت، سوکالۍ او هوساینې ته د ځانګړې پام‌لرنې، ترحم او شفقت په برکت افغانستان له ډاډمن امنیت څخه برخمن شوی.

په ياد راپور کې راغلي، چې اسلامي امارت په تېرو درېيو کلنو کې د اغېزمنې مبارزې په پايله کې هغه فتنه‌ګرې ډلې چې د اسلام، جهاد او د جهادي حرکتونو د بدانامۍ لپاره طرحه شوې وې، په بشپړ توګه ځپل شوې دي.

د دې راپور له مخې، امنيتي ځواکونو د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله د فرمان په بنسټ د تېرو دوولسو مياشتو په ترڅ کې ۳۰ کيلو ګرامه د بست درمل، ۷۲ زره ۴۷۹ ګرامه چرس، ۲۹۷ زره ۴۳۸ ګرامه ترياک، ۶ زره ۷۶۳ ګرامه هيرويين، ۴۹ زره ۹۱۷ ګرامه شيشه، ۲۰۰ ګرامه کرستال، ۱۲ زره ۴۹۰ قرص ټابليټ‌کا او دغه راز ۷۸۴ لېټره الکولي مشروبات کشف او نيول شوي دي.

د امنيتي او تصفيوي کمېسيون په راپور کې دغه راز راغلي، چې په دې لړ کې دالهي او نبوي ارشاداتو په رڼا کې د اسلامي امارت مبلغانو او محتسبيونو د فرامينو، حکمونو د څارنې په موخه امنيتي دفاعي ارګانونه توانېدلي، چې د غير قانوني نيوني، توقيف، د متهمينو د ساتلو، د جسماني او روحي هر ډول ربړولو مخه نيولي ده.

د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي شريعت د پلي کېدو په ترڅ کې پر مجرمينو د حدودو او تعزيراتو د اجراء برخې ته ډېره پام‌لرنه کړې، چې په ابتدائيه محاکمو کې له ۷۵ سلنې ډېر قضاياوو ته او په مرافعه محاکمو او تميز رياستونو کې له ۹۰ سلنه ډېرې قضاياوو ته رسېدنه شوې، پاتې يې تر څارنې لاندې دي.

د اسلامي امارت امنيتي او تصفيوي کمېسيونه په دې راپور کې هېوادوالو او مجاهدينو ته ډاډ څرګنډ کړی، چې اسلامي امارت به په هر حال کې خپلې ټولې چارې د سپېڅلي اسلامي شریعت د لارښوونو اړوند تنظیم او سرته رسوي.

اړوند خبرونه