د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت په مرمرينه ماڼۍ کې د پانګونې بينالوزارتي کمېټې له نوبتې ناستې خبر ورکړی دی.
ياد معاونيت وايي، دغې ناستې ته په کابل او بلخ ولايتونو کې د سوداګريزو مارکېټونو، په کابل کې د مېوې او سبزۍ لپاره د مارکېټ او دغه راز د رسمې اسنادو د ثبت او تأييد په موخه د برېښنايي سېستم جوړولو طرحې وړاندې شوې دي. د دې ناستې په ترڅ کې اړوند کمېټو ته دنده سپارلې، چې له شرکتونو سره تخنيکي ناستې ترسره کړې او راپورونه يې د پانګونې بينالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.