د فلسطین ملکي دفاع ادارې اټکل کړی چې غزه کې د ویجاړو شویو دېوالونو او چتونو لاندې شاوخوا د لس زرو تنو شهیدانو جسدونه پراته دي.
غزه کې د اوربند پر درېیمه ورځ روغتیایي مسوولینو وویل چې تر خاورو، ډبرو او ویجاړو برخو لاندې ایسار جسدونه به راباسي.
د دوی په وینا، تر دې مهاله ۹۷ جسدونه له خاورو او ډبرو رااېستل شوي او وېره ده چې لاهم ګڼشمېر جسدونه تر خاورو لاندې دي.
د فلسطین د بېړنیو خدمتونو ادارې ویاند محمودباسل بیا وايي چې ۲زره ۸۴۰ جسدونه په بشپړه توګه خاورې شوي او هېڅ نښې یې نه ښکاري.
یاده دې شي چې صهیونېست رژیم په تېرو ۱۵ میاشتو کې لسګونه زره فلسطینیان شهیدان او سلګونه زره ټپیان کړل.

