د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد نن(چهارشنبه، سلواغې درېیمه) په خپل کاري دفتر کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البقمي سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست د افغانستان او عربستان اړيکې د عقیدتي او فرهنګي اړخه شريکې بللي. سرپرست وزیر له ریاض څخه په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ مننه وکړه.
ورته مهال ملي دفاع سرپرست وزیر کابل کې د سعودي عربستان د سفارت بیاپرانیسته ارزښتناک ګام بللی.
د سعودي سفیر هم له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو، بشري، اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا برخو کې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.