د بلخ سیمه ییزو مسوولینو ویلي چې د روان لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې په دغه ولایت کې تر ۱۲۰ ډېرې ټرافیکي پېښې رامنځته شوې دي.
د بلخ د ترافيکو مديريت وايي، چې په دې پېښو کې ۱۲۳ تنه مړه او ۱۷۷ نور ټپيان شوي دي.
د مسوولینو له قوله، دغه ټرافيکي پېښې د بلخ- جوزجان، بلخ- سمنګان او هرات- مزار شريف پر لويو لارو رامنځته شوې دي.
مسوولینو زیاته کړې، چې د دغو پېښو اصلي سببونه د سړکونو خرابوالی، تنګوالی، د موټروانانو بې غوري، د ښي اړخ موټرو شتون او د ټرافیکي قوانینو نه مراعت دی.