ډېر لوستل شوي

د ترینکوټ ښار لوحې او تابلوګانو اصلاح شوې

 د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ ریاست څخه امید راډیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست په نوښت د مرکز ترینکوټ ښار په بېلابېلو برخو کي د بهرنيو ژبو د لوحو، تابلوګانو او اعلانونو څخه څار ترسره شو.

د مسوولینو په وینا دا څار، د ملي ژبو د ترویج او د بهرنيو ژبو د نااړینې کارونې د مخنیوي په موخه ترسره کیږي، ترڅو د ملي هویت او کلتوري ارزښتونو پیاوړتیا باوري شي.

همدارنګه د اطلاعات او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر  رازمحمد ضمیر وویل چې دې ولایت کې د بېلابېلو دولتي ادارو له غړو ګډه کمېټه رامنځته شوې؛ تر څو په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د لوحو او تابلوګانو متنونه اصلاح کړي.

 نوموړي ویلي چې یادي کمېټې د ترینکوټ ښار په احمدشاه بابا او نازو انا جادو کې د هغو لوحو د اصلاح چارې ترسره کړي چي په بهرنيو ژبو لیکل شوې وې. یادې لوحې له نورو ژبو په پښتو او دري ژبو اړول شوي.

ښاغلي ضمیر ټینګار وکړ چي د دې اقدام موخه د ملي هویت ساتنه او د خلکو په منځ کې د ملي ژبو ارزښت زیاتول دي.

د ترینکوټ ښار اوسيدونکو ددې کار هرکلی وکړ او ویې ویل چي د ملي ژبو دودونه د دوی کلتور او هویت د ساتنې لپاره اړین دی. هغوی غوښتنه وکړه چې دا ډول هڅي باید په دوامداره توګه ترسره شي ترڅو ملي ارزښتونه خوندي پاتې شي.

اړوند خبرونه