د راپورونو له مخې حماس او اسراییل نن (شنبه، سلواغې شپږمه) دویمه ډله بندیان او یرغمل شوي تبادله کوي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په دې تبادله کې د اسراییلو د پوځ ۴ ښځینه پوځیانې او د صهیونېست رژیم له لوري ۲۰۰ فلسطیني وګړي ازادېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د بندیانو او یرغمل شویو لومړۍ تبادله څو ورځې وړاندې ترسره وشوه.
د غزې اوربند د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب رامنځته شوی. د اوربند په شرایطو کې د بندیانو تبادله او د جګړې له سیمو د صهیونېست رژیم وتل شامل دي.

