ډېر لوستل شوي

د هوایي او ځمکنیو لارو افغانستان ته شاوخوا دوه نیم زرو بهرنیو وګړو تګ ـ راتګ کړی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۴۵۴ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی. یادې ادارې ویلي، چې د روان کال په مرغومي کې د ۴۳ ښځینه‌وو په ګډون  ۱۳۱۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۶ ښځینه‌وو په ګډون، یو زر او ۱۳۸ نور له هېواده وتلي دي. دغه راز یو زر او ۲۹۶ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۲۰ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۱۹۹ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي. تر ټولو زیات بهرني وګړي د نیمزور له بندر، د هرات هوايي ډګر او د تورخم، فاریاب ولایت د اقینې بندر له لارې هېواد ته راغلي دي.

اړوند خبرونه