د روسیې دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې تېره شپه د کییف ۱۲۱ بې پیلوټه الوتکې ویشتي دي.
د مسوولینو په وینا اوکراین ددې الوتکو په مټ د روسیې ۱۳ سیمې په نښه کړې وې.
ویل کیږي چې دې الوتکو پر بریانسک، ساراتوف،مسکو، کورسک، ریازان، بلگورود، وورونژ، تولا، اوریول، لپیتسک، کریمیا او روستوف سیمو بریدونه کړي وو.
دا برید د نوي زېږدیز کال لپاره تر ټولو لوی برید و، خو روسي ځواکونو ته یې کوم زیان نه دی اړولی. دا برید په داسې حال کې کیږي چې ډونالډ ټرمپ له ولادیمیر پوتین غوښتي چې دا جګړه دې پای ته ورسیږي.

