ډېر لوستل شوي

له اوکراين سره د امريکا مرستې وځنډول شوې

د امريکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د يو اجراييوي فرمان لاسليک له اوکراين سره د مرستو بهير ځنډولی دی.

رويټرز د امريکا د بهرنيو چارو نوي وزير په حواله ويلي، چې د ۹۰ ورځو لپاره له ټولو بهرنيو سازمانونو او هېوادونو سره امريکايي مرستې درېدلې دي.

د راپور له مخې، درې مياشتې وروسته به امريکا بيا ارزونه کوي، چې له چا سره مرستې وکړي او په کوم ډول يې وکړي.

په همدې حال کې، ډونالډ ټرمپ د اوکراين لپاره خپل ځانګړي استازي ته ۱۰۰ ورځې وخت ورکړی، چې د اوکراين د جګړې يو طرفه کولو مسئله او د حللارې وړانديزونه له امريکا سره شريکه کړي.

اړوند خبرونه