د نورستان ولایت ځایي مسوولین وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې ۲۵۰۰ هکټاره ځنګلونه بېرته زرغون شوي.
د نورستان والي قاري زين العابدين عابد ویلي، چې سږکال په دغه ولایت ۲۵۰۰ هکټاره ځنګلونه د نورستان په بېلابېلو برخو کې بیا شنه شوي او همدا راز د ۲۰۶ زره مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي نیالګي کېنول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه ولایت کې د ځنګلونو وهنې د مخنیوي په موخه ۶۰ لمریزې خونې او د خړوبولو لپاره یې ۶۸ د اوبو زیرمې جوړې شوې دي.