ډېر لوستل شوي

د مولوي امیرخان متقي او سید عباس عراقچي ترمنځ دوه اړخیزه ناسته پیل شوه

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په خپل اېکس د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي ترمنځ د دوه اړخیزې ناستې خبر ورکړی دی.

یاده ناسته د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې ترسره کیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن(یکشنبه، مرغومي اوومه) کابل ته رارسېدلی او د بهرنیو چارو وزارت له خوا یې هرکلی شوی دی. په تېرو دریو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته راځي.

اړوند خبرونه