د افغانستان اسلامي امارت ریيس الوزراء ملا محمد حسن اخند د ايران اسلامي جمهوریت د بهرنيو چارو وزير ډاکتر سيد عباس عراقچي سره د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په ارګ کې وکتل.
په پيل کې ملا محمد حسن اخند عراقچي او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د دواړو مسلمانو او وروڼو هيوادونو ترمنځ يې د ډيپلوماتيکو، سياسي او اقتصادي اړيکو د پياوړتيا او پراختيا لپاره د ورته سفرونو د لا ډېرېدو غوښتنه وکړه.
د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي له افغانستان سره د ايران تاريخي، ديني او اقتصادي اړيکو ته په اشارې وویل، چې له ۴ لسیزو وروسته افغانستان کې د سرتاسري امنیت ټینګښت او په پراخه کچه د ډیپلوماټانو منل او د اړیکو پالنه د تهران او کابل پر پیاوړ اړیکو دلالت کوي.
ښاغلي عراقچي وويل، د ايران امنيت او ثبات د افغانستان په امنيت او ثبات پورې تړلی دی او په افغانستان کې وروستيو پرمختګونو دې پایلې ته رسولي يو، چې له اسلامي امارت سره بايد همکاري نوره هم پراخه شي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير دې هېواد کې د افغان کډوالو او د اوبو د حقابې موضوع ته په اشارې وویل چې دواړه موضوعات باید په ګډې همکارۍ حل شي. عراقچي وویل چې هېواد یې په پتمن ډول د افغان کډوال ستنونې ته ژمن دی.
نوموړي زیاته کړې چې تهران هېڅکله افغانستان کې د لاسوهنې نیت نه دی کړی.
د افغانستان اسلامي امارت ریيس الوزراء ملا محمد حسن اخند د ايران او افغانستان ترمنځ د پلاويو د تګ راتګ زياتېدو غوښتنه وکړه او وې ويل، اسلامي امارت د تفاهم له لارې له ايران سره د هر ډول ستونزې د هواري غوښتونکی دی. رییس الوزرا وړاندې وویل چې تهران د اوبو د حقابې په تړاو تهران ته د زیان رسولو هوډ نه لري او دې برخه کې د ښه نیت له مخې تعامل کوو. ښاغلي رییس الوزرا ایران کې د افغان کډوالو نیولو او ځورولو ته په اشارې وویل چې له افغان کډوالو سره ناسم چلند او حتی د هغوی اعدامونه د عامو خلکو احساسات راپاروي او باید د ښه ګاونډيتوب پر بنسټ په مهربانۍ چلند وشي.