د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن(یکشنبه، مرغومي اوومه) کابل ته رارسېدلی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په خپل رسمي اېکس د نوموړي د سفر خبر ورکړی دی.
بقایي ویلي چې د عراقچي دا سفر کولی شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې کړي. په تېرو دریو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته راځي.