ډېر لوستل شوي

میدان وردګو کې لسګونو ښوونځیو او دیني مدرسو ته ودانۍ جوړې شوي

د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي چې په تېرو ۶ میاشتو کې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لسګونو ښوونځيو او مدرسو ته ودانۍ جوړې شوي.
د یاد ریاست په وینا چې دا ودانۍ د وردګو په مرکز میدانښار او ۲ ولسوالیو کې رغول شوې دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې چې د رغول شویو ودانیو شمېر ۲۴ دی او لګښت یې د پوهنې وزارت له عادي بودیجې څخه ورکړل شوی دی.
پر میدان وردګو سربېره د هېواد په ګڼو ولایتونو کې زیانمن ښوونیز مرکزونه بیارغول او یا ورته نوې ودانۍ جوړې شوي دي.

اړوند خبرونه