د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي او د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سید عباس عراقچي په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ پر دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، په ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت، پر گډو پولو او د اوبو پر مسایلو خبرې اترې کړي دي.
د ناستې په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر خپل ایراني سیال ته هرکلی ووايه او هیله یې څرگنده کړه چې کابل ته یې سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې لا پرخوالی رامنځته او یادې اړیکې یو نوي پړاو ته ننوځي.
مولوي امیرخان متقي وړاندې وویل چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته هېواد کې له لسیزو وروسته ډاډمن امنیت رامنځته شوی چې د ټولې سیمې په ګټه دی.
مولوي امیر خان متقي له ښاغلي عراقچي وغوښتل چې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت ښه والي ته دې پاملرنه وشي او زیاته یې کړه چې کډوالو بیاستنېدنه د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د مسایلو په تړاو وویل، چې د اقلیم د بدلون له امله ټوله سیمه وچکالۍ ځپلې ده او افغانستان هم د وچکالۍ قرباني دی موږ د هلمند، نیمروز، سستان او بلوچستان خلکو ته په یوه نظر گورو او کوښښ کوو چي دواړو اړخونو ته اوبه ورسیږي. د ښاغلي متقي په وینا دا موضوع د ورښتونو د کموالي پرته بل هېڅ خنډ نه لري.
ښاغلي سيد عباس عراقچي وويل، کابل ته يې سفر د دواړو هېوادونو په اړيکو کې د نوي مسير د پيل په مانا دی او د دواړو هېوادونو اړیکې نوي پړاو ته داخلوي.
ښاغلي عراقچي د نشه یي توکو پر وړاندې د افغان حکومت مبارزه اغېزناکه وبلله او وړانديز يې وکړ چې د دواړو هېوادونو اړوند ارگانونه به ددې پدیدې پر وړاندې خپلې تجربې شریکوي.
همداراز د ايران د بهرنيو چارو وزير وويل، چې د اوبو مسئله يوه انساني موضوع ده او ټينگار يې وکړ چې اوبه بايد د همکارۍ پر موضوع بدله شي او دواړه لوري په دې اړه تخنيکي همکارۍ ولري. په پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې پر مطرح شویو مسایلو به بحثونه لا پراخوي.