ډېر لوستل شوي

کونړ کې پر دوو پلونو کار روان دی

په کونړ کې د زيړي بابا او پشد پل د بیا رغونې چارې پيل شوي او دا مهال هم یې چارې ګړندۍ روانې دي.

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني دې ولایت ته په خپل سفر کې د ياد ولايت د زيړي بابا او پشد پلونو د بیارغونې، تدارکاتي او تخنیکي چارو کتنه کړې ده.

زیړي بابا پل په سرکاڼو ولسوالۍ کې جوړیږي چې د بیارغونې چارې یې د متحد صافي شرکت په غاړه دي. پشد پل د نرنګ او سرکاڼو ترمنځ دی چې د بیارغونې چارې یې د ۱۶ میلیونو افغانیو په ارزښت د امان صافي ساختماني شرکت له لوري ترسره کیږي.

اړوند خبرونه