د پکتیا د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بېلابېلو ورزشي څانګو د ۵۱ لوبغاړو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
یادو ورزشکارانو د ۶ کیلومټرو په واټن د ګردېز له مرکزي چوک تر پکتیا ولایت مقام پورې ځغاسته کړې ده.
د ( یو بل منلو) په نوم دې سیالیو یوه ورځ په بر کې ونیوله، چې مالي ملاتړ یې افغان بیسم مخابراتي شبکې پر غاړه اخیستی و.
ویل کیږي چې ددې سیالیو ګټونکو لوبغاړو ته بېلابېلې جایزې هم ورکول شوي