ډېر لوستل شوي

پکتیا کې صنعتي پارک ته ځمکه ځانګړې شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله تعالی د فرمان په بنسټ صنعتي پارک ته هر ولایت کې د زر جریبه ځمکې د ځانګړې کولو په لړ کې صنعتکارانو او کارګرو ته د کاري زمینې د لا چمتووالي په پار د یوه ګډ پلاوي له لوري د پکتیا په مېلن سیمه کې زر جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
د پکتيا ولايت رسنیز دفتر ویلي چې دا ځمکه یې عمومي سړک، برېښنا عمومي لین ته د نږدېوالي او نورو ځانګړو له مخې مېلن سیمه کې بېله کړې.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د اسلامي امارت د زعیم له حکم سره سم صنعتي پارک ته د ځمکو سروې شوي دي.

اړوند خبرونه