ډېر لوستل شوي

اقتصادي کمېسیون ناسته کې د برېښنا یو شمېر پروژې ومنل شوې

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه کې د برېښنا یو شمېر پروژې منل شوي دي.

د اقتصادي کمېسیون دا ناسته پرون(دوشنبه، سلواغې اتمه) په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

دې غونډې کې د نورستان منډول او د لغمان کله ګوش سیمو کې د برېښنا د تولید پر امکان سنجۍ بحث وشو.

همدارنګه د بغلان په مرکز پلخمري کې ۱۳ کلیو ته د برېښنا د ورکړې پروژې هم د بحث لپاره وړاندې شوې. یادو کلیو ته د برېښنا د ورکړې وروستۍ پرېکړه اقتصادي کمېسیون ته وسپارل شوه.

اړوند خبرونه